د کندهار ولایت په سپین بولدک بندر کې د کاري ساعتونو زیاتوالی
یکشنبه : د غویی ۱۲مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا سوداګرو ته د لازمو اسانتیاو د برابرولو له هڅو وروسته د کندهار ولایت په سپین بولدک ــــــپاکستان چمن سوداګریز بندر کې ، کاري ساعتونه په ورځ کې ۱۸ ساعته او کارې ورځې په اونۍ کې اوه ورځو ته لوړ ې شوې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مشرتابه وايي چې د دې کاري ساعتونو زیاتوالی سره به د افغانستان - پاکستان د پولو کې د خصوصي سکتور لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.