د کوتل تخت صنعتي پارک پرانیسته او 20 فابریکو ته د ځمکو ویش

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۹:۸
د کوتل تخت صنعتي پارک پرانیسته او 20 فابریکو ته د ځمکو ویش

پنجشنبه: د غويې ۲۱مه ۱۴۰۱

د میدان وردګو ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک پرانیست غونډه کې په دغه ولایت کې 26 تولیدې فابریکو ته د ځمکې وویشل شوي او دځمکواړونده سندونه ورکړل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي، داقتصاد وزارت مرستیال د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د میدان وردګو ولایت مشرتابه او دخصوصي سکتور استازو ګډون درلود.

په پیل کې د صنعتي پارکونو او صنایعوچاروعمومي رئیس ښاغلي عبدالعظیم قریشي د صنعتي پارکونو په اړه د لنډو معلوماتو د وړاندې کولو پرمهال وویل، چې د افغانستان ا.ا کړنلار اقتصاد محوره ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او اقتصادي سکتور له خوا پلي کیږي.

ورپسې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ښاغلي انعام الله سمنګاني د هېواد پر ځان بسیاینې د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د صنعت له ودې پرته د اقتصاد پر ځان بسیاینه ناممکنه ده ، نوموړي زیاته کړه افغانستان په نړۍ کې د یو کرنیز هیواد په توګه پیژندل کیږي، ځکه نو صنعتي او کرنیز سکتورونه یو د بل بشپړونکې او مرستندویان بلل کیږی.

ورپسې د دغه ولايت مشرتابه او د افغانستان د صنايعو،کانونو، سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو خبرې وکړې او ويې ويل، چې د دغه ولايت مشرتابه او ولسونه د دغه پارک له پرانېستلو خوښ دي؛ اود میدان وردګو ولایت له صنعتکارانو، پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي له امیر المؤمنین سره د اقتصادي مسایلو په اړه دخبرو اترو، یاد وزارت دلاسته راوړنواو داسې نور موضوعاتو خبرې وکړې.

ښاغلي عزيزي د دغه وزارت د پلانونو د بيانولو په ترڅ کې د افغانستان په خلکو غږ وکړ چې د هیواد پرځان بسیاینې او کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ په موخه کورنې تولیدات استعمال کړۍ.

همارنګه نوموړي له هغو پانګوالو چې په بهر کې يې پانګونه کړې ده وغوښتل چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او ددې لارې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS