روسي سوداګرو سره لیدنه
سه شنبه مورخ ۲۱محرم ۱۴۴۵ / ۱۷زمری ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال الحاج مولوي قدرت الله جمال له روسیې څخه راغلي تجارتي پلاوي سره وکتل.
ياد پلاوي چې مشري يې الګ کاندي يويچ کوله د صنعت او سوداګرۍ وزارت له منسوبينو څخه مننه وکړه زياته يې کړه چې موږ تيار يو د افغانستان دبرښنا ، زراعت ، ټولګټو په برخو کې پانګونه وکړو ، ياد پلاوي زياته کړه چې ، موږ د افغانستان توليداتو ته اولویت ورکوو او د روسیې خلک دافغانستان تازه ميوه جاتو ته زياته ليوالتيا لري.
او د ا ا اڅخه يې وغوښتل چې يوه مشترکه تجارتي نمايندګي په دواړو هيوادونو کې تآسيس کړي، تر څو تجاران په سهولت سره خپل تجارتي اموال صادر کړي.