صنعت کارانو د نثاراحمد غوریاني سره خپلې ستونزي شریکې کړي

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
صنعت کارانو د نثاراحمد غوریاني سره خپلې ستونزي شریکې کړي

۱۳۹۹ کال دتلي۱۰مه

دمعدن او صنایع خونو ریس ښاغلي شېرباز کمین زاده، ددغو خونو مشرتابه پلاوي، دمعدن او صنایع خونو ولایتي مدیره پلاوي او یو شمېر صنعت کارانو دصنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې دفابریکو لپاره دبریښنا په کموالي، یو شمېر بنسټیزې ستونزې ، په صنعتي پارکونو کې دمعیاري کانالیزاسیون نشتوالی، د دمپنګ سیاست له لارې له کورنیو تولیداتو سره دګاونډیو هېوادونو نا سالم رقابت،او هېواد ته په غیر قانوني لارو دمشابه مالونو واردولو باندې بحث او خبرې اترې وشوې.

همداراز په خوست ولایت کې دسموات بڼ دصنعتي پارک دبیاڅلي کار دپیل او دکورنیو تولیداتو دکارولو په اړه دخلکو پر هڅونه خبرې وشوې.

بلخوا بیا په یوه ځانګړې لیدنه کې دافغانستان دصنایعو دانجمن ریس ښاغلي عبدالجبار صافي له سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني سره په خبرو کې وویل چې دپلچرخي دصنعتي پارکونو دسړک دکریړ، دکارګرو لپاره دصحي کلینیک نه شتون او په دغه پارک کې دبریښنا نه شتون ستونزې رامنځته کړي دي.

صافي زیاته کړه چې په کرایي جایدادونو کې دفابریکو شتون او دبریښنا دبیې لوړوالي صنعت کارانو ته ستونزې رامنځته کړي دي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي غوریاني دهېواد له صنعتي کېدو څخه دملاتړ ترڅنګ وویل چې نوموړی دخصوصي سکتور دیوه غړي په څیر چې په دې دنده ګمارل شوی، هڅه کوي چې دصنعت دسکتور په وړاندې پرتې ستونزې او ننګونې لیرې کړي او زیاتوي چې یادې شوې ستونزې یو واقیعیت دی.

ښاغلي غوریاني داهم وویل چې دیو بل له ملاتړ پرته نه شي کیدی چې پرتې ستونزې او ننګونې له منځه لاړې شي.

او زیاته یې کړه چې دوزارت رهبري تمه لري چې دخصوصي سکتور په همکارۍ سره وکولای شي دامکان تر بریده ستونزې حل کړي او په دې سره وکولای شو چې افغانستان دپر ځان بسیاینې لور ته یوسو .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS