غالۍ اوبدنې اتحاديې د کارونو او لاسته راوړنو په اړه ناسته ترسره شوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۶:۴۷
غالۍ اوبدنې اتحاديې د کارونو او لاسته راوړنو په اړه ناسته ترسره شوه

سې شنبه ۳جوزا ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګري وزارت سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي د غالۍ اوبدونکو د اتحاديې له مسؤلینو تولیدؤنکو او صادرؤنکو سره ویډيويي او حضوري لیدنه ترسره کړه.

په دې ناسته کې دوزارت یو شمېر رئيسانو او د غالۍ اوبدنې او خصوصي سکتور مشاورینو هم ګډون درلود. د یادې اتحاديې رئيس ښاغلي نور احمد نوري د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور ګډونوالو سره شریک کړ. نوموړي د غالۍ اوبدنې صنعت ته په ورپېښو ستونزو  شته فرصتونه او  په حل لارو تفصیلي خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګري وزارت سرپرست د افغاني غالیو لپاره د بازار جوړؤنې یادونه وکړه له اتحاديې يې وغوښتل تر څو په دې اړه خپل پروپوزل ترتیب کړي. همدا راز نوموړي د بریښنا د ستونزې د حل لپاره د سوداګري خونې مشاور ته لارښوونه وکړه.

د غالۍ اوبدنې د اتحاديې وړاندیزونو او  ستونزو ته د رسيدګي لپاره د ویبسایټ جوړولو لپاره د مشرتابه له خوا د مالوماتي ټيکنالوجي رئيس ته لارښوونه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS