له اوکراین سره د بین الحکومتي کمیسیون د همغږۍ او تخنیکي دوهمې غونډې ترسره کېدل

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۴:۴۷
له اوکراین سره د بین الحکومتي کمیسیون د همغږۍ او تخنیکي دوهمې غونډې ترسره کېدل

یکشنبه : دکب ۱۰ مه ۱۳۹۹

له اوکراین سره د بین الحکومتي ګډ کمیسیون په موخه دوهمه ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ او ددولتي او خصوصي سکتور داستازو په ګډون ددغه وزارت د عبدالمجید زابلي د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې ، ښاغلي نثار احمد غوریاني وویل چې د دولتي او خصوصي پلاوي سفر، د افغانستان او اوکراین دبین الحکومتي ، پلاوي تر منځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې یوسوداګریز سفر دی.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د اوکراین له جمهوریت سره د سوداګرۍ ، ترانزیت او اقتصادي همکاریو کچه لوړه کړي او یاد هیواد ته د افغانستان صادرات ډیر کړي.

د ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ د ولتي خصوصي پلاوی به په راتلونکو دوه اونیو کې د اوکراین جمهوریت پلازمینې کیف ته سفر وکړي اود دولتي او خصوصي سکتور له چارواکو سره به په دغه هېواد کې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS