پاکستان کې بند پاتې ۳ زره کانتینره خوشی شول

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۵:۲۹
پاکستان کې بند پاتې ۳ زره کانتینره خوشی شول

سه شنبه مورخ ۱۴ جمادل الاول ۱۴۴۵ / ۷ لیندی ۱۴۰۲

د کراچۍ له بندر څخه د افغان سوداګرو د ترانزیتي توکو د ۳ زره کانتینرونو د لېږد بهیر پیل شو.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ په درې اړخیزو خبرو اترو کې د ګډون په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي او ورسره پلاوي په وروستي سفر کې یوه دبحث وړ موضوعاتو څخه  د څه باندې درې زره کانټینرونو خوشې کول وو. په کراچۍ  بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو لېږد چې د پاکستان د نوې ترانزیتي تګلارې په پایله کې توقف شوی وی.

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت  او سوداګرۍ د سرپرست وزیر د پاکستان د د بهرنیو چارو او د سوداګرۍ د وزیرانو سره د مدوامداره خبرو اترو په پایله کې د ترانزیت په برخه کې د ۳ زره کانتینرونو مالونو د انتقال تفاهم ته ورسید.

د افغان سوداګرو سوداګریز توکې چې د نوي ترانزیتي تګلارې له امله د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۳ څخه تر نوامبر ۱۶ پورې درول  شوي وو، د ترانزیت اجازه ورکړل شوه.

په پای کې د افغان سوداګرو د ترانزیتي کانتینرونو د لېږد بهیر د اسنادو له بهیر د بشپړولو وروسته  د پاکستان له لوري د نوې ټرانزیټي تګلارې د جوړولو سره سم  نن سه شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال  د قوس ۷می او د۱۴۴۵ کال د جمادي الاول د میاشتې ۱۴مه نېټه پیل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS