په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شینزو شرکت لیوالتیا
چهارشنبه نیټه: ۱۹ رجب المرجب ۱۴۴۵ / ۱۱ سلواغه ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د چین د شان ډونګ شینزو د شرکتونو ګروپ له استازي ښاغلي رابرټ منګ سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي منګ په افغانستان کې د پانګونې لپاره د شانډونګ شینزو د سرکتونو ګروپ لېوالتیا څرګنده او په کابل کې د لږ تر لږه ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ، ، د سمنټو فابریکې، دشیشې جوړولو،د سړکونو په سکتور کې د ساختماني شرکتونو په برخه کې د پانګونې او هر کال د ۵ سوه زره ټنو تېلو د استخراج او پروسس په برخه کې دخپل چمتووالې څخه خبر ورکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په شتون ټينګار سربیره ، افغانستان ته د شينزو د شرکتونو ګروپ د پلان هرکلى وکړ او ويې ويل: اوس په افغانستان کې د پانګونې زمينه برابره شوې ده او بېلابېل شرکتونه کولاى شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.