په افغانستان کې پانګونې ته د چینایانو لېوالتیا
یکشنبه، د غويې ۱۸مه، ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي له چینايې پانګوال ښاغلي هون سره په خپل کاری دفتر کې ولیدل.
په پیل ښاغلي عزیزی وویل، موږ په افغانستان کې د سیمه ییزو او نړیوالو پانګوالو د پانګونې او فعالیتونو هرکلی کوو.
ښاغلي هون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د Oxus په نامه د کمپنې له لارې پانګونه کوي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست افغانستان د پانګونې لپاره یو مناسب ځاي وباله او په هېواد کې د Oxus شرکت د کارې بهیرد کې د اسانتیا وو د رامنځته کولو په موخه يې اړونده مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.