په بامیانو ولایت کې د پریمینځونکو موادو فابریکه
چهارشنبه دوری ۱۸ مه ۱۴۰۰
د پریمینځونکواو اور ورته کونکو موادو د تولید لومړۍ فابریکې د یو لک امریکایی ډالرو په لګښت د بامیانو ولایت په مرکز کې په کار پیل وکړ.
د اریانا بامیکان فابریکه ، چې په پرمختللي او معیاري ماشینونو سمبال ده ، په ورځ کې دیادو موادو د ۴ زره لیټرو دتولید ظرفیت لري.
دا فابریکه اوس مهال دوه ډوله پریمینځونکې مواد تولیدوي او د دې ولایت د 10 څخه زیاتو اوسیدونکو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده .
. د دې فابریکې خاوند وايي چې دوی به په نږدې راتلونکي کې په کابل کې خپله نمایندګې پرانیزي. دا فابریکه اوس خپل محصولات یواځې په بامیان ولایت کې پلوری.
دا په داسي حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې د خصوصي سکتور ملاتړ له مخې په هیواد کې د اقتصادي ودې او د کورنې صنعت په ځان بسیاینې لپاره پانګونې راجلب کړي.