په تخار او بامیان ولایتونو کې د ښځو دپیاوړتیا غونډه
چهارشنبه:د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۰
په تخار او بامیان ولایتونو کې د تولید څخه تر بازار شعار سره د ښځو دپیاوړتیا غونډه ترسره شوه .
دغه غونډه د متشبثو او سوداګرو میرمنو د لاسته راوړنو دارزونې، په اړونده سکتورونو کې د هغوي د ستونزو د څیړنې،د سوداګرۍ د ودې پر شته فرصتونو، او د ستونزو په هکله د وړاندیزونو او حل لارو موندلو په اړه د حکومتي چارواکو ، مدني ټولنود استازو متشبثو او سوداګرو میرمنو په ګډون په یادو ولایاتو کې ترسره شوه.
د دې غونډې ترڅنګ، د میرمنو دمحصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون هم نندارې ته وړاندې شو، چې موخه یې د ښځینه متشبثینو او سوداګرو پرځان بسیا کول، د هیواد د کرهڼیزو محصولاتو او لاسي صنایعو لپاره د مناسب بازار موندنه وه .
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مشرتابه ژمن دی چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او کارولو په موخه به سږکال کوردننه او بهر یو شمیر نندارتونونه ترسره کړی.