په تخار ولایت کې د معدني اوبو په تولید کې د پانګونې زیاتوالی
شنبه دغبرګولي ۱۵مه ۱۴۰۰
په تخار ولایت کې د معدني اوبو توليدي فابريکې خپلې پانګونې کچه ۳۰۰ زره امریکایی ډالرو ته لوړې کړې دا فابریکه ، چې په کال ۱۳۹۸ یې د ۲۰۰زره امریکایی ډالرو په لومړني پانګونه کار پیل کړ او د پخوا په پرتله يې ډيری پيرودنکي جلب کړي دي. ديادونې وړ ده چې په دې فابریکه د ۳۰ څخه ډرددې ولايت اوسیدونکي په کار بوخت دي.
دموجهای امو معدني اوبو تولید ي فابريکه په یوه میاشت کې د معدني اوبو۳۰ زره بوشکې تولید ي ظرفیت لري او خپل محصولات تخار او ګاونډیو ولایتونو ته دپلور په موخه استوي. د دې فابریکې چارواکي وايي دوی هڅه کوي د خوړو په تولید کې هم پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ د هیواد داقتصادي ودې او هوساینې لپاره کوي.