په ترکیه کې د افغان سوداګرو او پانګه والو شورا له رییس او مشرتابه پلاوي سره لیدنه

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۳:۵۹
په ترکیه کې د افغان سوداګرو او پانګه والو شورا له رییس او مشرتابه پلاوي سره لیدنه

سه شنبه ۱ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۱۳ لینډی ۱۴۰۳

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي په ترکیه کې د خپلې هستوګنې په دوام، د چارو د سمون او په ترکیه کې د مېشت افغان سوداګرو او خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه، هلته د مېشتو افغان سوداګرو او پانګوالو د ټولنې له رییس الحاج احسان‌الله کامه‌وال او د یادې ټولنې د مشرتابه شورا له غړیو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پدې لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر شته فرصتونو په ټینګار سره وویل چې اداري فساد او په اداراتو کې د کاغذپرانۍ پروسه له مینځه تللې او په ټول افغانستان کې امنیت تینګ شوی دی چې تاسو کولای شئ آن د چین تر پولې چې نژدې شل کیلو متره سړک یې جوړ شوی دی، پرته له اندېښنې سفر وکړئ او هلته سوداګري او پانګونه وکړئ.

محترم الحاج عزیزي زیاته کړه چې په لومړیو میاشتو کې ځینې ستونزې وې چې د الله په مرسته او د اسلامي امارت د مسؤولینو په هڅو دغه ستونزې حل شوې او اوس د اسلامي امارت د ټولو کارکونکو معاش له بهرنیو مرستو پرته او له کورنیو عوایدو څخه ورکول کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت او امیرالمومنین تاسو ته د امارت د اقتصادي مجاهدینو په سترګه ګوري او له مونږ یې غوښتې ترڅو تاسو افغانستان ته بېرته ستنیدو ته دعوت کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS