په دایکندي ولایت کې د بازار دوضعیت ارزونه
چهارشنبه:د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۰
په دایکندي ولایت کې د ټیټ کیفیت لرونکو،تاریخ تیرو اوتقلبي توکو د تولید ، وارداتو او اکمالاتو مخنیوي کمیسیون د نرخونو د کنټرول ،د ټیټ کیفیت لرونکو او تاریخ تیرو توکو د موندنې په موخه د دې ولایت د بازارونو څیړنه ترسره کړه .
د دغه ولایت مرکز، نیلی ښار دبیلابیلو برخوڅخه د کمیسیون د څیړنې په بهیر کې، شاوخوا څلور ټنه خوراکي او مصرفي توکي راټول شول.
دا کمیسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مشرۍ لاندې په مرکز او ولایتونو کې د دولتي ادارو او خصوصي سکتور د لسو غړو څخه جوړ کمیسیون دې چې مستهلکینو د ملاتړ د قانون په رڼا کې جوړ شوي چې په مرکز او ولایاتونو کې په منظم ډول د بي کیفیته او تاریخ تیروتوکو د پلور مخنیوې او د بازار د قیمتونو د کنترول په هکله فعالیت ترسره کوي .