په صنعتي پارکونو کې د ځمکې د پلور تړون
یکشنبه: د زمري ۲۳مه
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې، د صنعتي پارکونو د ځمکې د خرڅلاو تړون له ښاغلي رحیم ګرديزي سره لاسلیک شو.
داغونډه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یو شمیر رئیسانو،کارکونکو،پانګوالو او سوداګرو په شتون کې ترسره شوه د وزارت مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې، ښاغلی رحیم ګردیزي د هېواد په کچه یو پیژندل شوی شخصیت وباله، د نوموړي له هغو هڅو او پانګونې یې مننه وکړه کوم چې نور پانګوال په هېواد کې پانګونې ته هڅوي.
ښاغلي رحیم ګرديزي په خپله وینا کې وویل چې هیڅ بهرنی شخص په هیواد کې د پانګونې لپاره نه راځي او ټینګار یې وکړ چې موږ غواړو خپل هېواد ته د کارکولو سره نور پانګوال هم پانګونې ته وهڅوو.
د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت د محمداغې صنعتي پارک کې په ۳۰ جریبه ځمکې کې د ۱۸ نمرو تړون له ښاغلي رحیم ګرديزي سره لاسلیک او ټاکل شوې چې یاده ځمکه کې د 100 څخه تر 150 میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اوسپنې د ویلې کولو ستره فابریکه چې په شپه او ورځ کې به د ۴۰۰ سوه څخه تر۴۵۰ سوه ټنه اوسپنې د ویلې کولو وړتیا ولری جوړه شي.