په لغمان ولایت کې دوریجو په پروسس دپانګونې ډیر والی
دوشنبه : دسلواغې ۲۷مه ۱۳۹۹
په لغمان ولایت کې دوریجو دپروسس او بسته بندۍ په برخه کې یوې بلې فابریکې خپله پانګونه څه باندې یو میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده.
دلغمان ولایت اړوند قرغیی ولسوالۍ کې دعرب په نوم دوریجو دپروسس فابریکه چې له ۵ کلونو را پدیخوا فعالیت کوي په یاده فابریکه یې یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکایي ډالر پانګونه کړې چې له دې سره سم ۳۵ تنو ته پکې دکار زمینه هم برابره شوې ده.
یاده فابریکه په یوه شپه او ورځ کې ۶۰ ټنه وریجې بسته بندي او پروسس کوي چې دیاد ولایت په قرغیی ولسوالۍ کې پر درې جریبه ځمکه جوړه شوې ده او په راتلونکې کې به په خپلو فعالیتونو کې ډیروالی راولي.
یاده فابریکه سربیره پر لغمان ولایت نورو ولایتونو ، لکه کندهار، هرات، هلمند، کندز او کابل ولایتونو ته هم خپل محصولات استوي.
دیادونې وړ ده چې یادې فابریکې په روان کال کې ۵ زره ټنه وریجې پروسس او بسته بندي کړي دي .
په لغمان ولایت کې پریاده فابریکه سربیره دوه نورې فابریکې هم دوریجو دپروسس او بسته بندۍ په برخه کې فعالیت کوي.
