په ننګرهاراو بدخشان ولایتونو کې دبازار دوضعیت ارزونه
سهشنبه: دغبرګولي ۱۱مه ۱۴۰۰
په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د ټیټ کیفیت او تاریخ تیرو توکو د تولید او وارداتو د مخنیوي کمیسیون د نرخونو د کنټرول او د ټیټ کیفیت لرونکي توکو د پیژندلو په موخه د دې ولایتونو په بازارونو کې دنرخونو سروې ترسره کړه.
د جلال آباد ښار په بیلابیلو سیمو کې د کمیسیون پلاوي د لیدنې پرمهال ، د تاریخ تیرو شاوخوا ۶۶ کیلوګرامه حفظ الصحې او مصرفي توکي راټول اوهمداراز د فیض آباد ښارله څخه یو څه اندازه خوراکي تاریخ تیري توکي راټول شوې.
دغه کمیسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مصرفوونکو د ساتنې له قانون سره سم په مرکز او ولایتونو کې د لسو دولتي او خصوصي سکتورونو ریاستونو څخه جوړ شوی ، چې یاد کمیسیون د خوراکي توکو او نورو مصرفي توکو د نرخونو کنټرول ، په مرکز او ولایتونو کې د بې کیفیته او تاریخ تیرو توکو پیژندلوپه موخه د بازار د وضعیت منظمې ارزونې ترسره کوي.