په ننګرهار ولایت کې داکسجن او نایتروجن دتولیداتو ډیر والی

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۵:۱۹
په ننګرهار ولایت کې داکسجن او نایتروجن دتولیداتو ډیر والی

چهارشنبه : دسلواغې لومړۍ ۱۳۹۹

په ننګر هار ولایت کې داکسیجنو او نایتروجنو فابریکو په خپلو تولیداتو کې ډیر والی راوسلی دی . دغه فابریکې چې دیاد ولایت په مرکز کې فعالیت کوي په یوه ساعت کې لږ ترلږه ۲۱۰ متر مکعب اکسجن او نایترو جن تولیدوي.

یادو فابریکو چې دیو میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې سره یې له څلورو کلونو راپدیخوا فعالیت پیل کړی دی ، په مستقیم ډول یې ددغه ولایت ۱۵۰ تنو اوسیدونکو ته دکار زمینه برابره کړې ده.

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې په دغه ولایت کې یوه بله فابریکه هم داکسیجنو او نایترو جنو دتولید په برخه کې خپل فعالیت پیل کړي، چې په دې سره به په یاد ولایت کې په یوه ساعت کې ۳۰۰ متر مکعب اکسیجن او نایتروجن تولید کړي.

یادې فابریکې سربیره پر دې چې دننګرهار ولایت دروغتونونو او صنعت کارانو اړتیاوې پوره کوي ، خپل تولیدات ګاونډیو ولایتونو ، لغمان او کنړ ته هم استوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS