په هرات، بدخشان او کندز ولایتونو کې د بازارود وضعیت ارزونه
![په هرات، بدخشان او کندز ولایتونو کې د بازارود وضعیت ارزونه](/sites/default/files/2021-05/brrsy_wdyt_bazarhay_wlaythay_hrat_bdkhshan_w_kndz.jpg)
پنجشنبه دغويی ۱۶ مه ۱۵۰۰
په هرات، بدخشان او کندز ولایاتو کې د ټیټ کیفیت ، تاریخ تیرو او جعلي توکو د تولید ، وارداتو او اکمالاتو د مخنیوي کمیسیون د نرخونو د کنټرول، ټیټ کیفیت او تاریخ تیرو پیژندلو لپاره د یادو ولایتونو بازارونو ارزونه ترسره کړه.
د کمیسیون د لیدنې پرمهال یو شمیر دوکانونو او قصابانو څخه بې کیفیته او زاړه غذایی توکی او یو شمیر ورستې غوښې وموندل شوي ،چې د کمیسیون په شتون کې په ځمکه کې ښخې کړای شوې.
دا کمیسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرتابه دمستهلکینو د ملاتړ د قانون سره سم د لسو دولتي ادارو او خصوصي سکتورونو په غړیتوب سره رامنځته شوی دی چې په مرکز او ولایتو کې د خوراکې توکو د قیمتونو د کنترول،ټیټ کیفیت لرونکواو تاریخ تیرو موادو د څیړنې لپاره په منظم ډول فعالیت ترسره کوي.