په هرات ولایت کې د افغانستان (زعفرانو دسکتو) د سوداګرۍ د ښه والي په اړه د کاري ډلې دریمه ناسته

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۳۵
په هرات ولایت کې د افغانستان (زعفرانو دسکتو)  د سوداګرۍ د ښه والي په اړه د کاري ډلې دریمه ناسته

شنبه د وری ۲۱مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني په مشرۍ په افغانستان کې د زعفرانو سکتور د سوداګرۍ د ښه کولو په اړه د کاري ډلې دریمه ناسته د دولتي ادارواستازو، نړیوالوادارواستازو ، خصوصي سکتور استازو او د زعفرانو د سوداګرۍ ــــ او زراعتې شرکتونو خاوندانو په  ګډون هرات ولایت کې ترسره شوه.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د غونډې په پیل کې وویل چې په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې ګروپ د دغه وزارت په مشرۍ او د نړیوالو بنسټونو په مالي او تخنیکي ملاتړ سره د کرونا وایروس څخه ورسته د سوداګرۍ د وضعیت په څیړنه کار کوي.

 ښاغلي غوریاني زیاته کړه :چې د دې کاري ډلې اصلي موخه د هیواد د سوداګرۍ فرصتونو او ننګونو مطالعه کول دي، ننګونې په فرصتونو بدلول،د صنعتي کیدو پروسې پراختیا، دسیمې او نړۍ  هیوادونو سره د افغانستان سوداګرۍ پراختیا څخه  دی.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیر په هیواد کې د زعفرانو صادراتو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې د دې کاري ډلې څخه یو سکتورد زعفرانو، د کښت ، حاصلاتو ، پروسس ،بسته بندۍ او صادراتو څرنګوالي په هکله د زعفرانو کرنیزو او سوداګریزو شرکتونو سره خبرې کوې .

په دې ناسته کې، دلاسته راوړنو ، د زعفرانو سکتور لپاره لومړیتوب لرونکو تدابیرو، د بزګرانو روزنه او پوهاوی ، د زعفرانو د پروسس پراختیا ،نړیوالو بازارونو ته د زعفرانو پروسې پراختیا ، د زعفرانو ازموینې او تصدیق میکانیزم ، نړیوال نندارتون لپاره په هرایت ولایت کې د زعفرانو کرنیزو او سوداګریزو شرکتونو د خاوندانو سره خبرې اتروې وشوي.

د افغانستان د سوداګرۍ پرمختیا کاري ډله په غالیو ، زعفرانو ، وچې او تازه میوې ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او ټوکر جوړولو سکتورونو سره  د فرصتونو او ننګونو د څیړنې او د سوداګرۍ د ښه والې په هکله یادو سکتورنو سره ګډ کار کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS