په پکتیکا او فاریاب ولایتونو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د خصوصي سکتور مرستې

دوشنبه دغويی۶مه ۱۴۰۰
د هیواد خصوصي سکتور د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د روژې مبارکه میاشت کې په فاریاب او پکتیکا ولایتونو کې اړو هیوادوالو ته مرستې وویشلې.
دا مرستې د یادو ولایاتو د خصوصي سکتور لخوا چې اوړو ، وریجې ، غوړي او نور خوراکي توکي په کې شامل دي په یادوولایتونو کې د صنعت او سوداګرۍ د ولایتې ادارو په همکارۍ په اړمنو خلکو وویشل شوی.
پټه دې نه وي چې،مخکې هم خصوصي سکتور د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همکارۍ د روژې مبارکه میاشت کې یتیموماشومانواو بې وزله خلکو ته مرستې وېشلې وې.