په پکتیکا ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۰ - ۱۰:۰
په پکتیکا ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون ترسره شو

شنبه:دچنګاښ۱۹مه ۱۴۰۰

په پکتیکا ولایت کې د ښځو دلاسي صنایعو لومړی نندارتون د پکتیکا والي تورنجنرال محمد یاسین، د خصوصي سکتوراستازو، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر او یو شمیر ښځینه متشبثینو په ګډون ترسره شو.

دغه نندارتون د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمریت  لخوا د ښځو چارو ریاست په همغږۍ د یوې ورځې لپاره د ولایت په په مرکز شرنې کې د ښځینه متشبثینو او سوداګرو د تقویه کولو،د میرمنو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه جوړ شوي و.

 د یاد نندارتون په بهیر کې د ولایت والي ، ښاغلي محمد یاسین ټینګار وکړ چې د پکتیکا ولایت دسوداګرو میرمنو سوداګرۍ او صنعت کارانو لپاره د لا زیاتو فرصتونو برابرولو،کوردننه او بهر د مناسب بازار موندلو لپاره په یوي طرحې کار روان دي چې په بشپړیدلو سره به يې یادي موخې ترلاسه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه هوډ لري چې په روان لمریز کال کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او بازار موندنې لپاره  هیواد دننه او بهر یو شمیر نندارتونونه  ترسره کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS