په کابل کې دپاکستان له سفير سره دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

پنجشنبه: دسلواغې 9مه 1399
دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزير ښاغلي نثاراحمد غورياني دخپل کار په دفتر کې دپاکستان له سفير منصور احمد خان سره وکتل
په دغه ناسته کې دواړو لورو دترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې پرخپل منځي همکارۍ بحث وکړ
ښاغلي نثاراحمد غورياني ټينګار وکړ چې ياد وزارت دټولو هېوادونو سره په ځانګړي ډول له پاکستان سره ښې سوداګريزې اړيکې غواړي
بلخوا بيا دپاکستان سفير منصور احمد خان په دغه ليدنه کې وويل چې ددواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ به ددې لامل شي چې دترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې به دوه اړخيزې اړيکي لا پياوړې شي