ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وګړه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۱۲:۳۴
ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا ولایت له والي سره لیدنه وګړه

چهارشنبه مورخ ۲۳ربیع الاول ۱۴۴۴/۲۷تله ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیا له والي ښاغلي مولوی انعام الله سره وکتل.

په پیل کي ښاغلي جمال له ښاغلي انعام الله د زلزله ځپلو سره د هر اړخیزي مرستي او رسیده ګي لپاره مننه وکړه، د خصوصي سکتور، مرسته کوونکي سازمانونه، او هغه کسانو چي د دی پيښي له زیانمنو سره مرسته کړی مننه وکړه.

د پکتیا والي د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه په نیکي یاد کړ، او وویل چي د دی ولایت ولسونو به هیڅکله د صنعت او سودا ګرۍ وزارت لخوا شوي مرستې هیر نکړي او دیاد ولایت په مقام کی  چی  دپکتیا مرستیال والی هم موجود وه  له سوداګرو اوصنعت کاران سره ګډه جلسه وشوه.

همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د صنعت، صنعت کارانو، او سوداګرو اړوند مسائیلو په اړه د پکتیا له والي سره خبري اتري وکړی، او د ولایت مقام د رهبری څخه یي وغوښتل چي د صنعت کارانو او سوداګرو سره هراړخیزي مرستي وکړي.

د یادوونی وړ ده چي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د پکتیا او خوست ولایتونو د صنعت کارانو او سوداګرو دستونزو د حل په هدف پکتیا او خوست ولایتونو ته سفر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۳:۲۰
Background image

د خالد رستم خیل تولیدي فابریکه په ورځ کې د ۳ ټنه تولیداتو ظرفیت لری

په  میدان وردګ ولایت کې د خالد رستم خیل د غیر الکولي مشروباتو فابریکه د ۷ عدده ماشینینو په درلودلو سره د ۸ میلیونه افغانیو په پانګونې سره رامنځته شوې ده .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۶:۳۶
Background image

د راستنېدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کمېټه پرانستل شوه

د راستنیدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کمېټه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د دې وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۶:۱۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د چین له سفیر سره ولیدل

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي دد چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي  جاوشینگ سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

BACK TO NEWS