ښاغلی مولوي جمال: د امنیت په راتګ سره؛ د پانګې اچونې لپاره بهترینه زمینه برابره شوې ده

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۲۳:۱۷
ښاغلی مولوي جمال: د امنیت په راتګ سره؛ د پانګې اچونې لپاره بهترینه زمینه برابره شوې ده

دوشنبې د غبرګولي ۳۰ نیټه ۱۴۰۱ کال 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې  له خصوصي سکتور او د اړونده ادارو له  مسؤلینو سره وکتل.

یاده غونډه چې د تخار ولایت مقام د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه؛ محترم شیخ انصار ښاروال، محترم قاری عبدالشکور د مقام دفتر رئیس، خالد‌الدین حقجو د تخار ولایت د صنعت او سوداګرۍ امر، سوداګرو،  صنعت کارانو، د معادن او صنایعو اتاق غړو او د پیشه ورانو اتاق غړو،  متشبثینو او د اړوند ده ادارو مسؤلینو پکښې ګډون کړ ی وه.

په بېل کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر د دې امریت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او معلومات یې وړاندې کړل .

همدارنګه په دې لړ کې ګډونوالو هر یوه په خپل نوبت سره خبرې وکړې؛ خپل وړاندیزونه، ننګونې او ستونزې وړاندې کړلې.

د صنعت او سوداګرۍ چارو معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال تخار ولایت ته یې د خپل سفر موخه،  ستونزو ته رسیدنه او د شته فرصتونو په نښه کول څرګند ګړل، او ټینګار وکړ چې د امنیت په راتلو سره؛ بهترینه زمینه د پانګې اچونې لپاره مساعد شوې، سوداګر او صنعت کاران د خپلې پانګې اچونې سره کولی شي؛ اشتغال را منځته کړي.

محترم مولوی قدرت‌الله جمال له سوداګرو څخه وغوښتل او ټینګارې وکړ چې باکیفته مواد تولید او وارد کړي د ولایت له مسولینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خصوصي سکتور لپاره ډیرې اسان تیاوې  برابرې کړي او همدارنګه د غونډې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې خپلې نیکې او سازنده مشورې د خدماتو د سمون  او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د صنعت او سوداګرۍ له مشرتابه سره شریکې کړئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

BACK TO NEWS