د ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۴:۲۹
د  ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه

یک شنبه مورخ ۳۱ شوال المکرم ۱۴۴۴ / ۳۱غویي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال  ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال د ACTED موسسې چارواکو سره لیدنه وکړه او په افغانستان کې ( د ساتنې، حرفه او تشبثاتو  له لارې د ژوند برابرولو پروژې) د پیل په اړه خبرې وکړې.

لومړی د دې پروژې یوه مسؤول د پروژې د اهدافو، مالي ملاتړ کوونکو، بودیجې، د پروژې مودې او لیدلوري په اړه پریزینتیشن وړاندې کړ. او د دې پروژې مسؤول وویل چې د دوی زیاتره کاري برخه د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په برخه کې ده، او د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د دې پروژې د تطبیق په اړه د هر اړخیزه مرسته غوښته وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دوی د راتګ څخه مننه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت رهبري د دغې پروژې د مثبتو اغیزو په پام کې نیولو سره له څېړنې وروسته، په ټولو برخو کې به هر اړخیز ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي

BACK TO NEWS