د ساینو افغان شرکت استازو د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

جمعه مورخ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۲۸تله ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ساینو افغان شرکت د استازو سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه. د یاد شرکت چینایي غړو هم په دې لیدنه کې ګډون درلود. په پیل کې ښاغلي جمال ته د ساینو افغان شرکت د فعالیت او موخو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول. د معلوماتو له مخې یاد شرکت د معدنیاتو د پروسېس په بخش کې کار کوي او موخه یې دا ده چې د افغانستان توکي په ښه بڼه نړۍ ته صادر شي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي جمال د خپلو خبرو په ترڅ کې د ساینو افغان شرکت له استازو د پانګونې او د غوره سوداګریز ګام له امله مننه وکړه. نوموړي وویل چې په ټوله کې امارت او په ځانګړي ډول د سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو فعالیتونو د پیل او پراختیا ملاتړ کوي.