د هلمند له صنعتي پارک څخه لیدنه
د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د زمري میاشتې په ۷ تاریخ د هلمند ولایت له صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.
مرستیال وزیر د یوه ټيم په ملتیا چې د یاد وزارت د صنعتي پارکونو د پالیسي د تطبیق او انکشاف رئيس مولوي محمد زمان ناصري هم ؤ د بست او بولان صنعتي پارکونو او د بولان د لاسي صنایعو (ښځو ته ځانګړې شوې) لیدنه وکړه. ښاغلي جمال د لیدنې په ترڅ کې مسؤلینو ته د خدمتونو د لا ښه والي لارښوونه وکړه.