د غزني ولایت د والي مرستیال سره لیدنه
سه شنبه مورخ ۲۱محرم ۱۴۴۵ / ۱۷زمری ۱۴۰۲
د غزني ولايت مرستیال والي مولوي رحيم الله محمود نن دصنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي الحاج مولوي قدرت الله جمال سره لیدنه وکړه.
والي مرستيال دغزني ولايت د صنعتکارانو او سوداګرو ستونزې او غوښتنې له ښاغلي جمال سره شريکې کړې.
والي مرستيال دغزني ولايت د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره دصنعتي پارک د ځمکې د ويش او د سوداګرۍ خونې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي جمال وویل ،موږ به د امير المؤمنين دفرمان سره سم دغزني ولايت صنعتکارانو او سوداګرو ته دځمکې ويش لړۍ پيل کړو ، ستونزو ته د رسېدو په موخه به يوه هیئت ته دنده وسپارو، ترڅو دصنعتکارانو او سوداګرو ستونزې حل کړي.