د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د کرنې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ځمکې لېږد ټړون لاسلیک شو
پنجشنبه ۴ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۱۸ زمری ۱۴۰۳
په دې ناسته کې چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش رياست کې جوړه شوې وه د ځمکو د انتقال او وېش رئیس مولوي سید محمد سعید او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رئيس احسان الله فطرت ګډون درلود.
دغه ځمکه د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست د (۲۶۷) ګنې د ۳/۱۱/۱۴۴۵ نېټې او د (۷۳) ګنې د ۱۳/۴/۱۴۴۵ نېټې په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۵۸۷۶) ګنې د ۱/۱۲/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون ننګرهار ولايت رودات ولسوالۍ او پکتيا ولايت مرکز کې سل سل جريبه ځمکه باندې د سوداګريزو توکو د صادراتو او بسته بندۍ مرکز د جوړولو په موخه د ځمکو د انتقال او وېش رئيس مولوي سيد محمد سعيد او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو چارو رئيس احسان الله فطرت تر منځ لاسلیک شو.