د پکتیا ولایت سوداگرو او صنعتکارانو خبري ناستې

yonus_shafaq
Thu, Jan 23 2020 2:01 PM
د پکتیا

 د پکتیا ولایت سوداگرو او صنعتکارانو د یوې خبري ناستې په ترڅ کې دصنعت او سوداگرۍ سرپرست وزیر ښاغلی اجمل احمدي د کړنو لاسته،راوړنو او هڅو ستاینه وکړه او دده کړنې يې په هیوادکې د سوداګرو او صنعت کارانو د چارو د پرمختګ سبب وبللې.

د پکتیا د صنعتکارانو دیوې ناستې په ترڅ کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلی اجمل احمدي پر وړاندې وروستۍ دسېسې دیو څو خود غرضه، اداري او اقتصادي مافیايي کړیو هڅه وبلله،چې نه غواړي په هېواد په ځانګړي ډول په صنعت اوسوداګرۍ وزارت کې اصلاحات پلي شي اود سوداګرو او صنعت کارانو ستونزي له ځنډه پرته حل او هیواد مو په ځان بسیا شي.

Quick Links