دهېواد بازارونو ته دخوراکي توکو دوړاندې کولوعاجل اقدامات

yonus_shafaq
Tue, Apr 28 2020 12:33 PM
دهېواد بازارونو ته دخوراکي توکو دوړاندې کولوعاجل اقدامات

 سه شنبه د وري ۵مه دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي اجمل احمدي او دخصوصي سکتور استازو هریوه ښاغلي خان جان الکوزي او ښاغلي یونس مومند دازبکستان او قزاقستان له سفیرانو سره خبرې اترې وکړې
په دغه خبرو کې افغانستان ته دخوراکي توکو ، لکه اوړه ، غوړي او غنمو په لېږد بحث ترسره شو
په دغوخبروکې دازبکستان سفیر ښاغلي شادمانوف ډاډ څرګند کړ چې دکرونا ویروس خپرېدا به دافغانستان او ازبکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو منفي اغیز ونه کړي
دازبکستان سفیر همداسي راز څرګنده کړه چې هېواد یې داوس لپاره دسوداګریزو چارو په موخه خپل سرحدونه له افغانسنان سره پرانیستي پرې ایښي دي.
همدارازښاغلي اجمل احمدي او دخصوصي سکتور استازو دقزاقستان له سفیر ښاغلي ګلدینوف سره دیوه تلیفوني کنفرانس له لارې افغانستان ته دسوداګریزو لارو دپرانیستې پریښودو په اړه خبرې وکړې دقراقستان سفیر هم ژمنه وکړه چې افغانستان ته به دخوراکي توکو پرمخ خپلې پولې پرانیستې پریږدي
له همدې امله دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمشرتابه پلاوي لخوا به دلومړنیو خوراکي توکو یو فهرست قزاقستان هېواد ته و سپارل شي
په همدې حال کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلی اجمل احمدي به دچهار شنبې په ورځ چې دوري میاشتې له ۶مې سره برابره ده ، دپاکستان له سفیر ښاغلي زاهد نصرالله خان سره دکابل او اسلام آباد تر منځ دترانزیټي ننګونو په اړه خبرې وکړي
دصنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ څرګندوي چې دهېواد پولې به دګاونډیو او سیمې هېوادونو سره دسوداګریزو معاملو په موخه پرانیستې پریږدي او دتېر په څېر به لومړنیو توکو ته دخلکو لاس رسی موجود وي او زیاتوي چې دکرونا ویروس له ننګونو سره سره به په سوداګریزو چارو کوم اغیز ونه کړي.

Quick Links