د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د معلولیت لرونکو کارکوونکو ستاینه
شنبه د کب ۹مه ۱۳۹۹
دصنعت اوسوداګرۍ وزارت مشرتابه پلاوي د دې وزارت هغه کارکوونکي چې معلولیت او یا هم معیوبیت لري ، دیاد وزارت د عبدالمجید زابلي د کنفرانسونو په تالار کې دیو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوی له کار او هڅو څخه د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل.
په دغه مراسمو کې معلولیت لرونکو کارکوونکو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سربیره ، د دوی کاري ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رهبري پلاوي لخوا هم وڅیړل شوې.
د غونډې په پای کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه پلاوي د دې وزارت معلولیت لرونکي او معلولو کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د دوی کاري ستونزې به په نږدې راتلونکي کې حل شي.