د تعمیراتي رنګونو ، د چاپي مطبوعو،د پاپوش سکتور،د هرې دنیا د غزایي توکو د شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه

anwar_admin
Tue, May 14 2024 8:32 AM
د تعمیراتي رنګونو ، د چاپي مطبوعو،د پاپوش سکتور،د هرې دنیا د غزایي توکو د شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه

سه شنبه ۵ ذوالقعدةالحرام۱۴۴۵ / ۲۵  غویی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال  دصنعت اونۍ او نړیوال نندارتون په دوهمه ورځ دتعمیراتي رنګونو له تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسؤلینو ښاغلي جمال ته د خپلو تولیداتو د کیفیت، کمیت او قیمت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې زموږ تولیدات د نورو هیوادونو له تولیداتو څخه خورا په لوړ کیفیت ترکیب شوي دي.

 همدا راز دشرکت مسؤل وویل چې د تعمیراتي رنګونو په تولیداتو کې په ځان بسیاینې ته رسیدلي یو همدا راز ښاغلي جمال د پاپوش شرکت څخه هم لیدنه وکړه.

د یاد شرکت مسؤلینو د خپلو تولیداتو د کیفیت ، کمیت او قیمت اړوند جمال صاحب ته ډاډ ورکړ او له دوی څخه یې د بازار موندنې غوښتنه وکړه.

د چاپي مطبوعو او د کاغز سکتور له  تولیداتو څخه یې هم کتنه ترسره کړه،  د یادو شرکتونو مسؤلینو له ښاغلي جمال صاحب څخه وغوښتل چې زموږ له تولید کړل شوي کاغز او له چاپي مطبعو څخه دې د لوړو زدکړو  او معارف وزارتونه استفاده وکړي.

په پای کې یې د هري د نیا غزایي تولیدي توکو له شرکت څخه لیدنه تر سره کړه  یاد شرکت د بسکټو ، کیک ، چاکلیت ، پاپړ او ويفر د تولیداتو په برخه کې خپل فعالیت کوي.

ښاغلي جمال د یاد شرکت رئیس ته ډاډ ورکړ او د هر راز همکارۍ ژمنه یې ورسره وکړه

ښاغلي جمال د یادو شرکتونو د تولیداتو ستاینه وکړه او د هر راز همکاریو او بازار موندنې ډاډ یې ورکړ.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS