ښاغلي احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، په خپل کاري دفتر کې د اتوما مخابراتي شرکت له مسؤلينو سره وکتل

دوشنبه 5 ذوالحجةالحرام 1446 / 12 جوزا 1404
په دې ليدنه کې د اتوما شرکت رئيس خپلې ستونزې له ښاغلي زاهد سره شریکي کړي او د همکارۍ غوښتنه یې و کړه.
ښاغلي زاهد د شرکت ستونزې په غور واورېدلې او د یاد شرکت مسؤلينو ته يې ډاډ ورکړ چې دغه ستونزې به له اړوند ادارو سره د حل په موخه شریکي کړي، او د قانوني او تخنيکي امکاناتو په رڼا کې به د هر ډول ستونزو حل ته هڅه وشي.
نوموړي زياته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګوالو ګډ کور دی، ستاسو د همکارۍ لپاره هر وخت چمتو دی او د وزارت دروازې ستاسو د ستونزو د حل په موخه خلاصې دي.