اروپایي او امریکایي هېوادونوته دزراعتي محصولاتو دصادراتو په ډیروالي دصنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۸:۲۵
اروپایي او امریکایي هېوادونوته دزراعتي محصولاتو دصادراتو په ډیروالي دصنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

یک‌شنبه: دغبرګولي دویمه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په یوه آنلاین ناسته کې چې د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین ښاغلي هشمت الله غفوري ، د اروپايي اتحادیې د همکارۍ رییس ډاکټر سټیفن لاک، د ټولنیزو چارو مسولې ویم راپیا ، اغلې اینریکا او مانټر سینوګډون درلود  ، د نړیوالو معیارونو سره سم اروپایی او امریکایی هیوادونو ته د افغانستان د کرنیزو صادراتو په زیاتوالي ټینګار وکړ.

ښاغلي غوریاني په یاده غونډه کې وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصادراتي محصولاتوپه ځانګړي ډول دزراعتي محصولاتودصادراتو پر زیاتوالي ،چې په نړیوالو معیارونو برابرې کار کوي

ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې یاد وزارت د هغو سازمانونو سره په خبرو کې دی چې د صادراتو محصولاتو لپاره د کیفیت تصدیقونه وړاندې کوي ، ترڅو د هیواد صادراتو محصولاتو لپاره نړیوال تصدیقونه ترلاسه کړي.

په دې ناسته کې ، د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معین او د اروپايي اتحادیې استازو د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د کیفیت پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی د هیواد د کرهنیزو محصولاتو لپاره د نړیوالو معیارونو سره د کیفیت تصدیقون په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د کرهنیزې سوداګرۍ پر پراختیا ، د اروپايي اتحادیې پر ملاتړ د کرنې د صادراتوپر معیاري کولو او  د صادراتو د ښه والي لپاره په لیدلورو او همداراز د ((امید))له پروژې سره داروپایي اتحادیې پر ۱۷میلیونه ډالرو مرستې  هم بحث تر سره شو  .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS