په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه‌شنبه، 30 ربیع الاول 1447/ 1 میزان 1404

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، د هرات ولایت محترم والي صاحب او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.

ښاغلي زاهد د صنعتکارانو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د پانګونې په موخه بشپړه زمینه برابره شوې ده، امنیت تأمین دی، د داخلي تولیداتو ملاتړ کېږي، او د صنعتي ځمکو وېش په چټکۍ روان دی.

نوموړي زیاته کړه چې صنعت د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره اساسي رول لري، بناپر دې، له ټولو تجارانو غوښتنه کوو چې د صنعت په برخه کې پانګونه وکړي، تر څو د وارداتي هېواد پر ځای د تولیدي او صادراتي هېواد په توګه وځلېږو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS