حکومت اوخصوصي سکتور ترمنځ دمالیاتي جرایمومعافیت دڅرنګوالي په هکله غونډه ترسره شوه.

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۵:۱۷
حکومت اوخصوصي سکتور ترمنځ دمالیاتي جرایمومعافیت دڅرنګوالي په هکله غونډه ترسره شوه.

۷/۷۱۳۹۹

دخصوصی سکتورمتشبثینو سره دجمهور رئیس دناستې په تعقیب چې تیره اوونې ترسره او لارښوونه يې کړي وه ترڅو دمالیاتي جرایمواودولتي جایدادونو دکرايې مافعیت په میکانیزم دي کاروشي او دوروستۍ پریکړي لپاره دي د جمهوري ریاست لوړمقام ته وړاندي شي .

نن دوشنبه د تلې په ۷ مه دصنعت او سوداګرۍ وزارت، دمالیې وزارت،دخصوصي سکتور استازو( دافغانستان دسوداګرۍ خونو دفدراسیون، دصنایع او معدن، دکرنې او مالدارۍ ، دکسبګرو او هټیوالو خونو) په ګډون په دغه غونډه کې دمالیاتي جرایمو په معافیت، دمتشبثنو دبانکي حسابونوکنترول ستونزه،دمالیاتې حسابونودتصفيې پروړاندې پرتې ستونزې، دخصوصي سکتور، مالي وزارت ترمنځ دلاهمغږۍ رامنځته کول، خصوصی سکتور ته عامه پوهاوي او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث وشو.

په دي غونډه کې پریکړه وشوه چې دماليې وزارت اوصنعت اوسوداګرۍ وزارت به له خصوصي سکتور سره په مشوره د مالیاتې جرایمو د معافیت د څرنګوالي طرحه چې د هغه جزیاتو باندي بحث شوي ترتیب او ولسمشر ته وړاندې کړي.

په پای کې پریکړه وشوه چې دخصوصي سکتور او مالي وزارت ترمنځ د لاهمغږۍ رامنځته کولو، خصوصی سکتور ته د استهلاک دمحاسبې د ډول په هکله عامه پوهاوي ورکړلو او دبانکې حسابونو کنترول دڅرنګوالي په هکله دي دافغانستان د اتاقونوفدراسیون سره په مشوره ګډ کار وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS