دافغانستان دسولې اوپراختیا ۵ کلني ملي برنامې پر پلی کېدو دصنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۵ - ۱۵:۴۸
دافغانستان دسولې اوپراختیا ۵ کلني ملي برنامې پر پلی کېدو دصنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار

شنبه : دسلواغې ۲۵مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دیاد وزارت درهبرۍ پلاوي په غونډه کې ټینګار وکړ چې دافغانستان دسولې او ملي پراختیا دویمه برنامه او ددې وزارت دپراختیا پنځه کلنه پراختیاي برنامه دژنیوا دکنفرانس او دافغانستان داسلامي جمهوریت له ژمنو سره سم بشپړه شي.

ښاغلي غوریاني همداراز ټینګار وکړ چې دافغانستان دسولې او ملي پراختیا دویمه برنامه او ددې وزارت دپراختیا پنځه کلنه پراختیاي برنامه دژنیوا دکنفرانس او دافغانستان داسلامي جمهوریت له ژمنو سره سمه برابره شوې او یاده برنامه به داقتصادي پراختیا ، صنعت او سوداګرۍ په برخه کې بیلابیل مسیرونه، روښانه او دنړیوالې ټولنې له مالي او تخنیکي مرستې سره مل وي.

دافغانستان لپاره یاده برنامه پنځه برخې ، لکه دبدلون مدیریت، سوداګري، ترانزیټ، دصادراتو دکچې لوړوالی، دصنعت پراختیا او دکورنۍ او بهرنۍ پانګې راجلبول رانغاړي.

دصنعت او سوداګرۍ وزارت د یادو برنامو تر څنګ نورو نړیوالو اسنادو ته هم ژمن دی او داصلاحاتو پلي کولو ته جدي پاملرنه کوي چې له کبله یې دافغانستان اسلامي جمهوریت وکولای شول چې په نړیوالو کنفرانسونو کې پراخ ملاتړ ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS