دخوست ولایت دغلام خان بندر څخه تاجکستان ته د پاکستان د لومړنیوصادراتي توکو لیږد

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۱۷:۱۷
دخوست ولایت دغلام خان بندر څخه تاجکستان ته د پاکستان د لومړنیوصادراتي توکو لیږد
پنجشنبه : دکب ۷مه ۱۳۹۹
د پاکستان د صادراتو لومړۍ محموله په خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې تاجکستان ته ولیږدول شوه ، چې په دې وروستیو کې د سوداګریزو او ټرانزیټي توکو د لیږد لپاره دغه لاره پرانیستل شوې ده.
د پاکستان دغه توکي چې ۳۰ ټنه سبزیجات پکې شامل دي د غلام خان بندر له لارې او له افغانستان څخه تر ترانزیټ وروسته د کندز ولایت شیرخان بندر کې تاجکستان ته ولیږدول شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورریس محمد اشرف غني د خوست ولایت د غلام خان بندر پر اغیزمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دغه بندر د هېواد د اقتصادي او سوداګرۍ ودې لپاره زمینه برابروي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه پلاوی د سیمې د هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ - ترانزیت لیږد په موخه د غلام خان بندر د پرانیستلو هرکلی کوي او دغه ګام دسیمې له هېوادنو سره دسوداګرۍ او ترانزیټ دلاپراختیا لپاره اغیزمن بولي
د تورخم بندر ترڅنګ د غلام خان بندر ، یو له هغو بندرونو څخه دی ، چې د هیواد د سوداګریزو توکو دراکړې ورکړې کچه لوړوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS