لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

دوشنبه، 27 ربیع الثانی 1447 / 28 میزان 1404

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا د پل‌علم پرلاره ښار اچول شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد وایي، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د بې‌کیفیته توکو د وارداتو له امله له سختو اقتصادي روغتیایي زیانونو سره مخ شوی و او افغانستان د نورو هېوادونو لپاره د بې‌کیفیته موادو د پلور بازار و، خو د اسلامي امارت له راتګ سره دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی ایښودل شوی دی.

ښاغلي زاهد زیاته کړه؛ چې د اقتصادي معاونیت تر رهبرۍ لاندې د استندرد بورډ جوړ شوی، چې د واردېدونکو توکو لپاره لازم نورمونه ترتیب کړي، چې په رڼا کې یو شمېر هغه تولیدي شرکتونه چې د انسانانو له ژوند سره یې لوبې کولې پر وارداتو یې بشپړ بندیز لګېدلی او په ټوله کې له هېواد څخه د صادراتو برخه کې زیاتوالی راغلی دی.

د لوګر مرستیال والي، الحاج مولوي محمدانور دین‌پرور د کورنیو تولیداتو د ملي نندارتون د پرانیست غونډې په وینا کې وویل، چې دا ډول پروګرامونه د اقتصاد د ودې او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره یو ارزښتناک ګام دی.

ښاغلي دین‌پرور زیاته کړه: "لوګر ښه تولیدات لري، خو اړتیا ده چې دا تولیدات وپېژندل شي او مناسب بازار ورته وموندل شي. له ټولو متشبثینو او ملي سوداګرو څخه هیله لرو، چې خپلو تولیداتو ته لا ډېره وده ورکړي."

د یادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې له شلو ډېرو غرفو کې د لوګر په ګډون د هېواد بېلابېلو سیمو محلي لبنیات، مېوې، سبزیجات، لاسي صنایع او نور صنعتي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي او نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS