د آیسکریم د تولیدی کارخانو دستونزو څیړنې دویمه ناسته

یکشنبه:دجوزا/غبرګولي۱۵مه ۱۴۰۱
د ایسکریم جوړولو د فابریکو د ستونزو دڅیړنې او ارزونی د پرونې غوندې په تعیب نن د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال, د آیسکریم جوړول د اتحاديې له استازو او یو شمیر دولتي مسئولینو په شتون کې د آیسکریم دتولید کارخونو د کیفیت او کمیت په اړه خبرې اترې وکړې.
په پیل کې د آیسکریم اتحادیې رئیس د ایسکریم او دهغه پروړندې د ستونزو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او په پدې سکتور کې په غیر رسمي او خپل سري توګه د آیسکریم تولید او ناسالم رقابت يې عمده ننګونې وبللې.
همدارنګه نوموړي وویل چې په پلازمېنه او ولایتونو کې په غیر رسمي توګه، ځینې کاخانې پرته له دې چې له واکمنې مراجع څخه جواز ( دکار اجازه) ولري آیسکریم تولیدوي او بازار ته یې وړاندې کوي چې دا کار د یو اړخه د هیڅ کوم رسمي مالیې ورکونکي سیسټم تابع ندي، او له بله پلوه محصولات یې د کیفیت له پلوه تر پلټنې او آزمایښت لاندې نه راځي او پرته له شک د ګټه اخیستونکو روغتیا ته زیان اړوي،هغوي په دې برخه کې د وزارت له مشرتابه څخه د همکاري غوښتنه وکړه.
ښاغلي جمال وویل:له نېکه مرغه د آیسکریم د تولید په برخه کې د پام وړ پر مختګونه شوي دي او موږ نن ورځ له دي اړخه په ځان بسیا یو،نوموړي له ټولو هغو کسانو چې په دې برخه کې پانګونه کړې ده مننه وکړه او د دولت په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت ملاتړ یې د قانوني کاروبار په برخه کې یو ځل بیا اعلان کړ، او څرګنده یې کړه دا چې خلک د محصولاتو له کیفیت، سټنډرډ او سلامتیا څخه ډاډ تر لاسه کړی په دې هکله ستاسی ونډه او همکاري اړینه ده.
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال زیاته کړه د ا.ا.ا د بی کیفیته موادو دتولیداتو مخنیوي لپاره کلک هوډ لري.
په پای کې پریکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ ، د عامې روغتیا وزارتونو،د نورم او سټندر اداره، د چاپیریال ساتنې اداره د کانونو او صنایعو خونې او د نورو اړونده ادارو څخه یوه تخنیکي کمیټه جوړه او په دې اړه د تطبیق او تدوین په موخه یو جامع تګلاره جوړه شي.