د اروپايي ټولنې د ټولنيزې پراختيا له مشرې سره لیدنه

چهارشنبه : د کب ۴مه ۱۴۰۰
د افغانستان د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي قدرت الله د اروپايي ټولنې دټولنیزې پراختیاڅانګې له مشر ویم ریپا او مل پلاوي سره وکتل.
دغه غونډه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال په دفتر کې جوړه شوه،ښاغلي مولوی قدرت الله جمال،صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ښاغلي ویم ریپا د راتګ هرکلی وکړ.
د اروپا د ټولنيزې پراختیا د برخې رئیس وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د دې اتحادیې شاوخوا ۵۰ تنه غړي شتون لری، او په افغانستان کې داسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته موږ او زموږ همکارانو د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې او د افغانانو د ښه ژوند لپاره د ډیرو اسانتیاوو په برابرولو کې زیاته پاملرنه کړې ده .
ښاغلي ویم ریپا د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر دندو او ستراتیژۍ د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان کرنیز سکتور او اقتصاد موږ ته ډېر مهم دی او موږ په دې برخو کې کار کولو ته ډېره لېوالتیا لرو.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغه وزارت د پلانونو، ستراتیژیو، کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې زموږ ژمنه د خلکو خدمت او د مشرتابه اطاعت دی.
موږ د خلکو د هوساینې او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار کوو،د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره مو لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او ستاسو له لارې د اروپايي ټولنې خصوصي سکتور ته خپل پیغام وړاندې کووچې په افغانستان کې د لا زیاتو اسانتیاوو ترڅنګ د پانګونې لپاره ښه چاپیریال رامنځته شوی دی .
ښاغلي مولوي جمال وویل، موږ غواړو د صادراتو کمیت او کیفیت پیاوړی کړو، ځکه صادرات د صنعت او سوداګرۍ وزارت دکاری لومړیتوبونو څخه دي، اوهم نړۍ ته د قانونې او کیفیت لرونکو صادراتو ډاډ ورکوو، په ( وارداتو او صادراتو) کې ورڅخه د سوداګرۍ د بیلانس د توازن غوښتنه کوو.
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال زیاته کړه، وزارت د اقتصادي زونونو په جوړولو او د پانګونې د جلبولو له لارې د صنعتي پارکونو د پراختیا په برخه کې جدي کار کوي، چې په پلی کولو سره به يې د کاری فرصتونو زمینه هم رامنځته شی.
ښاغلي جمال د ښځو د سوداګرۍ د نندارتون او د هغوی د انلاین سوداګرۍ د مرکز د جوړولو، د غالیو د سکتور د ودې لپاره د وزارت د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
نوموړی د هېواد سوداګرو ته د اروپايي ټولنې د ویزو د اسانتیاوو،اروپايي ټولنه کې د مېشتو افغان او نورو پانګوالو د پآنګونې د جلبولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.