د اروپايي ټولنې د ټولنيزې پراختيا له مشرې سره لیدنه

reza_admin
Wed, Feb 23 2022 2:47 PM
د اروپايي ټولنې د ټولنيزې پراختيا له مشرې سره لیدنه

چهارشنبه : د کب ۴مه ۱۴۰۰

د افغانستان د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي قدرت الله د اروپايي ټولنې دټولنیزې پراختیاڅانګې له مشر ویم ریپا او مل پلاوي سره وکتل.

دغه غونډه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال په دفتر کې جوړه شوه،ښاغلي مولوی قدرت الله  جمال،صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ښاغلي ویم ریپا د راتګ هرکلی وکړ.

د اروپا د ټولنيزې پراختیا د برخې رئیس وویل چې اوس مهال په افغانستان کې د دې اتحادیې شاوخوا ۵۰ تنه غړي شتون لری، او په افغانستان کې داسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته موږ او زموږ همکارانو د روغتیا، پوهنې، اقتصادي ودې او د افغانانو د ښه ژوند لپاره د ډیرو اسانتیاوو په برابرولو کې زیاته پاملرنه کړې ده .

ښاغلي ویم ریپا د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر دندو او ستراتیژۍ د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د افغانستان کرنیز سکتور او اقتصاد موږ ته ډېر مهم دی او موږ په دې برخو کې کار کولو ته ډېره لېوالتیا لرو.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغه وزارت د پلانونو، ستراتیژیو، کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې زموږ ژمنه د خلکو خدمت او د مشرتابه اطاعت دی.

موږ د خلکو د هوساینې او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار کوو،د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره مو  لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او ستاسو له لارې د اروپايي ټولنې خصوصي سکتور ته خپل پیغام وړاندې کووچې  په افغانستان کې د لا زیاتو اسانتیاوو ترڅنګ د پانګونې لپاره  ښه چاپیریال  رامنځته شوی دی .

ښاغلي مولوي جمال وویل، موږ غواړو د صادراتو کمیت او کیفیت پیاوړی کړو، ځکه صادرات د صنعت او سوداګرۍ وزارت دکاری لومړیتوبونو څخه دي، اوهم نړۍ ته د قانونې او کیفیت لرونکو صادراتو ډاډ ورکوو، په  ( وارداتو او صادراتو) کې ورڅخه د سوداګرۍ د بیلانس د توازن غوښتنه کوو.

د صنعت او سوداګرۍ مرستیال زیاته کړه، وزارت د اقتصادي زونونو په جوړولو او د پانګونې د جلبولو له لارې د صنعتي پارکونو د پراختیا په برخه کې جدي کار کوي، چې په پلی کولو سره به يې د کاری فرصتونو زمینه هم رامنځته شی.

ښاغلي جمال د ښځو د سوداګرۍ د نندارتون او د هغوی د انلاین سوداګرۍ د مرکز د جوړولو، د غالیو د سکتور د ودې لپاره د وزارت د فعالیتونو او پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړی د هېواد سوداګرو ته د اروپايي ټولنې د ویزو د اسانتیاوو،اروپايي ټولنه کې د مېشتو افغان او نورو پانګوالو د پآنګونې د جلبولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS