د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۲۸
د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او سیمې په کچه یو لوی سوداګریز مرکز پرانیستل شو

پنجشنبه ۲۵ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۸ وږی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په تر مذ ښار کې د ګډ سوداګریز مرکز تر پرانیستل کېدو وروسته یوې رسنۍ ته ددې مرکز د جزییاتو په وړاندې کولو سره وویل چې ددې مرکز په پرانیستلو سره مونږ کولای شو د افغان سوداګرو ستونزو ته رسیدنه وکړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج عزیزي د آسیا او امریکا هېوادو ته د افغانستان د غیر الکولي نوشابو د صادراتو په اړه د معلوماتو ورکولو سره زیاته کړه چې په ترمذ کې ددې مرکز په پرانیستل کېدو سره د روسیې، قرغیستان، بلاروس، قزاقستان،آذربایجان، ترکمنستان، پاکستان، ازبکستان او افغانستان سوداګرو ته ډېرې آسانتیاوې په لاس ورغلی او دا مرکز به د افغان سوداګرو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې هم ډېره مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همدا راز زیاته کړه چې:پدې نوي پرانیستل شوي مرکز کې به د برېښنا،فعال ترانسپورت او ریل ګاډي په څېر ځیني نورې اسانتیاوې موجودې وي او دلته به دافغانستان صادراتي توکیو ته د معیاري بسته بندۍ خدمتونه هم برابر وي او لدې لارې به مونږ وکولای شو له لنډو او نژدې هوایي ډګرونو څخه صادرات ولرو.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ترمذ سوداګریز مرکز د سیمه ییزې همکمارۍ او تفاهم په موخه پرانیستل شوی دی او مونږ لدې لارې د افغانستان د خلکو د اقتصادي او سوداګریزو پروګرامونو د ملاتړ غوښتونکي یو.

د یادولو وړ ده چې نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د وږي یا سنبلې په اتمه، د ازبکستان د ترمذ ښار د سیمه ییزې سوداګرۍ مرکز، د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند، د ازبکستان هېواد صدراعظم عبدالله عارف اوف، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزی، د آذربایجان هېواد د صدراعظم مرستیال، د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ خونې مرستیال او د قرغزستان هېواد د سوداګرۍ خونې د مرستیال، په حضور کې پرانیستل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

په فاریاب ولایت کې د قوش تیپې نندارتون پرانیستل شو

د هېواد په ولایتونو کې د داخلي نندارتونو د ځنځیرې جوړیدو په لړ کې چې د هېواد د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندنې، له داخلي توکیو څخه ګټې اخیستنې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۳:۴۸
Background image

د نویو پیل شویو سوداګریو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د متشبثینو لپاره جوړ شو

د "نویو پیل شویو سوداګریو" تر سرلیک لاندې د متشبثینو لپاره یو روزنیز پروګرام د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د عمومي رییس محترم قاري

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د افغانستان او بلاروس جمهوریت تر مینځ اقتصادي اړیکي پراختیا مومي

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د بلاروس جمهوریت د صنایعو وزارت له مرستیال ښاغلي "کازینتاسو اندرو" سره

BACK TO NEWS