د ازبیکستان جمهوریت صدراعظم کابل ته را ورسید
شنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۷ زمری ۱۴۰۳
د ازبیکستان جمهوریت صدراعظم "عبدالله عارف اف" د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن شنبه د روان لمریز کال د زمري ۲۷مه، کابل ته راورسید.
د ازبیکستان هېواد لومړي وزیر ته د کابل په نړیوال هوایي کې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال محترم مولوي احمدالله زاهد، له خوا هرکلی وویل شو.
ویل کېږي چې کابل ته د ازبیکستان جمهوریت د صدراعظم د سفر موخه د افغانستان او ازبیکستان تر مینځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په دوه اړخیزه ناسته کې ګډون او په کابل کې د افغانستان او ازبیکستان د محصولاتو او تولیداتو د ګډ نندارتون پرانیستنه ده.