د افغانستان او اوکراین دنړیوال سوداګریز مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۵:۱۶
د افغانستان او اوکراین دنړیوال سوداګریز مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

یکشنبه : دکب ۲۴ مه ۱۳۹۹

د کابل دنړیوال سوداګریز مرکز او کیف نړیوال سوداګریز مرکز ترمنځ د دهمکارۍ هوکړه لیک د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني او د اوکراین د سوداګرۍ نړیوال مرکز لوړ پوړو چارواکو په حضورکې رسما لاسلیک شو.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د سوداګریزو اړیکود پراخولو او په افغانستان کې د پانګونې لپاره دهر راز اسانتیاوو رامینځته کولو په موخه خپل چمتو والی په ډاګه کړ.

ښاغلي غوریاني ټینګار وکړ چې د افغانستان او اوکراین ترمنځ سوداګري او ټرانزیټي اړیکې به پراخې شي.

د اوکراین د نړیوال سوداګریز مرکز چارواکو هم د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانزیت د تازه پړاو د پیل په اړه وویل چې دوی په دې برخه کې لا نورو همکاریو ته چمتو دي.

دیادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د پانګه اچونې اسانتیا د برخې رییس عطاء الله نصیب ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ۍ ماڼۍ دچارو دادارې د پالیسۍ او پلان جوړونې رییس ، میرویس میرزکوال ، د ریل ګاډي د عمومي ریاست د مالي او اداري مرستیال ، ذبیح الله زیارمل ، د کابل نړیوال سوداګریز مرکز رییس او نور و غړو ګډون کړی وو.

داپه داسې حال کې ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوړ پوړي پلاوي د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې د ګډ کمیسیون په دوهمه ناسته کې ، دغه هېواد ته رسمي سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په دغه هوکړه لیک کې د دواړو هیوادونو تر منځ په سوداګریزو همکاریو ټینګار شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS