د افغانستان ـــ اوکراین حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون دویمه ناسته.

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۵
د افغانستان ـــ اوکراین حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون دویمه ناسته.
پنج شنبه دکب ۲۱مه ۱۳۹۹
په اقتصادې او سوداګریزو چارو کې د افغانستان ـــــ اوکراین حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون دویمه ناسته د دواړو هیوادونو د دولتی مقاماتو د پلاوو او خصوصي سکتور استازو په ګډون د یاد هیواد د کیف په ښار کې ترسره شوه .
په دې ناسته کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني د افغان دولتي پلاوې په مشرۍ، په حقوقي چارو کې د جمهور رئیس سلاکاراو د جمهوري ریاست د حقوقي واحد رئیس ښاغلي کبیرخان عیسی خیل،د پانګونې د اسانتیاوو دواحد رئیس ښاغلي عطاالله نصیب ،د مالېې،ملی دفاع،کرنې مالدارۍ، وزارتونو مرستیالانو،دافغانستان دملکې هواپیژندنې ادارې،دریل پټلې ادارې،کابل ښاروالۍ،د پارلمان وکیلانو، خصوصي سکتور استازو او د یوشمیروزارتونو او ادارو رئیسانو ګډون درلود.
په یاده ناسته کې په بیلابیلو برخو کې لکه سوداګرۍ،کرنې،صنعت،شاروالۍ،ریل پټلۍ،معادنو، پطرولیم،او هوا پیژندنې په برخه کې د دوه، اړخیزو همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په هکله خبرې اترې وشوې.
دصنعت او سوداګرۍ وزیراو د افغانستان د دولتي اوخصوصي پلاوي رئیس ښاغلي نثاراحمد غوریاني ددې ناستې په پیل کې وویل چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا د دواړونو هیوادونو د اقتصاد
او سوداګرۍ په ګټه ده،دحکومتونو دګډ کمیسون په دویمه غونډه کې به داقتصادي،سوداګریزو،ترانزیټي،کرنیزو او نورو سکتورونو د همکارۍ په پراختیا کې لازمې او ښې پریکړې وشي.
د ناستې په پای کې د غونډې پروتوکول د دواړونو هیوادونو د پلاوو د رئیسانو لخوا په رسمي ډول لاسلیک شو،چې په دې پروتوکول کې د دواړونو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ په عمده برخو هوکړه وشوه.
د افغانستان لپاره یو د مهمو او مثبتو ټکو څخه د لاجوردو د لارې سره د اوکران پیوستون دی، چې د افغانستان دولت لخوا يې هرکلي وشو او دهغه د پلي کولو په میکانیزم د دواړو هیوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي پروتوکول په متن کې هم هوکړه وشوه.
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ـــــ اوکران دولت د حکومتونو ترمنځ ګډ کمیسیون د ۲۰۱۷ زیږدیزکال د اپریل په ۱۵ او د ۱۳۹۶لمریزکال د وری ۲۶ نیټې د هوکړه لیک پربنسټ رامنځته شوی دی.
د ګډ کمیسون لمړۍ ناسته ددواړو هیوادونو د مقاماتو ترمنځ په ۲۰۱۹ زیږدیزکال د کیف په ښار کې ترسره شوی وه .
په دې سفر کې د افغانستان پلاوی د یاد کمیسون د غونډې سربیره په پام کې لرې چې د اوکراین هیواد د صدراعظم، دصداعظم مرستیال،د اوکراین صنایعو او سوداګرۍ خونې،د اوکران هیواد د دفاع وزارت مقاماتو،د اوکراین د ګمرکاتواو بندرونو،د ریل پټلۍ،شاورالۍ ، ددې هیواود د نظامي تولیدې وسایلو او وسایطو څخه هم لیدنه وکړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۳۴
Background image

د هېواد د صنعت کارانو ستونزې واوریدل شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد، نن دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ (قوس) په پنځمه د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له مرستیال محترم سخی‌احمد پیمان،

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۳۷
Background image

په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په کابل کې د ترکیې له سفیر محترم "جنک اونال" سره لیدنه وکړه.

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۲۲
Background image

د خاص اقتصادي زون د جوړولو لپاره په بلخ ولایت کې د دوه زره جریبه ځمکې تثبیت

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په دوام، پداسې حال کې چې د یاد ولایت د والي مرستیال محترم مولوي نورالهادی

BACK TO NEWS