د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو)له مشرتابه پلاوي سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویډیو کنفرانس
شنبه : د سلواغی ۲۵مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د پانګوونې فرصتونو په اړه د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) مشرتابه پلاوي سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ، د سیمه ایزې همکارۍ په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظرونه ، په ځانګړې توګه د (ایکو) او ویزې تاسیساتو ترمنځ د ایکو غړي هیوادونو سره خبرې اترې وکړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل چې افغانستان د پانګوونې راجلبولو او په بیلابیلو سکتورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره لاړونده اسانتیاوو درامنځته کولو لپاره اصلاحات رامنځته کړي ، چې روښانه بیلګه یې د جواز ورکولو پروسې ساده کول دي.
ښاغلي غوریاني همدارنګه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګوونې د زیاتوالي لپاره د لازمو اسانتیاوو په رامنځته کولو سره بهرني پانګوال راجلب کړي.
په دې ویډیو کنفرانس کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ایکو له مشرتابه پلوي څخه وغوښتل چې د بریښنا، کانونو او روغتیا برخو کې د غړو هیوادونو پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي غوریاني په ایکو سازمان کې د افغانستان رول ته په اشارې سره وویل چې دا هیواد د مرکزي او د سویلي آسیا هیوادونو سره د اتصال کړۍ ده او کیدی شي د ترانزیت - سوداګرۍ اتصال نقطه وګڼل شي او د ایکو له مشرتابه څخه یې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته د ویزو د صادرولو لپاره د لازمو اسانتیاو په برابرولو کې همکاري وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ددغه سازمان د نويو پلانونو هرکلی کوي او د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د واليانو بورډ په یوه ویډیو کنفرانس کې وویل چې دغه سازمان به له افغانستان سره د همکارۍ کچه لوړه کړي.
د دې سازمان مشرتابه زیاته کړه چې د افغان لاریو چلوونکو لپاره د ویزو ستونزه حل شوې ، او دا اداره به په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې پروژو تمویل لپاره هڅه وکړي .