د التقوی خصوصي پوهنتون له رییس سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۱۰:۲۸
د التقوی خصوصي پوهنتون له رییس سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

چهاشنبه ۲۲ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۴ تله ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد د خپل کار په دفتر کې د التقوی خصوصي پوهنتون له بنسټګر او رییس سره وکتل.

پدې لیدنه کې د التقوی خصوصي پوهنتون رییس د یاد پوهنتون د علمي او تحقیقي فعالیتونو په شرحې سره، علمي بنسټونو ته د افغانستان د اسلامي امارت له پاملرنې مننه وکړه او د نړیوالو علمي او تحقیقي کنفرانسونو په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکی شو.

نوموړي همدارنګه په علمي او تحقیقاتي برخو کې له دغه وزارت سره د لازمې همکارۍ ژمنه هم وکړه.

په مقابل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي احمدالله زاهد، د التقوی پوهنتون له دغه ابتکار څخه ستاینه وکړه او په هره برخه په تېره بیا د صنعت، تشبثاتو او سوداګرۍ په ډګر کې یې علمي او تحقیقاتي فعالیتونه، ډېر مهم وګڼل او په یاده برخه کې یې خپله لازمه همکاري اعلان کړه.

محترم مولوي زاهد همدارنګه وویل چې د افغان محققینو له اړخه د تحقیقاتو ترسره کېدل چې د افغانستان اسلامي امارت له پالیسیو او د هېوادوالو د شرایطو او وضعیت په پام کې نیولو سره ترسره کېږي، د خلکو ستونزې په واقعي بڼه پیژندلای شي او د هغې لپاره د حل مناسبې لارې لټوي.

پدې لیدنه کې د التقوی خصوصي پوهنتون او د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مینځ د هوکړه لیک پر لاسلیک کېدو هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS